تازه پرلیکه شوي
Home / سلایډر / پاکستان کې ماڼۍ اوشناختي کارډ لرونکي مشران څوک دي؟ایا همدوئ مو د ټولو بدمرغیوعاملین نه دي؟

پاکستان کې ماڼۍ اوشناختي کارډ لرونکي مشران څوک دي؟ایا همدوئ مو د ټولو بدمرغیوعاملین نه دي؟

 pakistan ki shnakht

   د رېیمـه بـر خــه

که دافغانستان ټول هغه خلګ یادوو چي له پاکستان سره تړلي دي،

یا شناختي کارډونه لري نو خبره ډیره اوږدیږي،مهمې څیرې اومشهورې سټې به یادې کړو نوبه موضوع ډیره نه غمیږي بله خبره داچي ځینې کسان په یادولو نه ارزي.  د یوه لوستونکي تبصره کوونکي چي دیونس په نوم یي پر تېره دوهمه برخه باندي په تبصره کولوسره لیکلي وو:

 دیر بلا داکتر یی دهری سوری خبر یی ملا هم یی دصرف په گردان کی د خورد پرک نشته او لیکوال هم یی ماشالله خو دپیر صیب دپلار او انگریزانو اریکی د اسحق گیلانی او پنجابیانو اریکی ددی اوسنو وکیلانو او بهرنیانو اریکی او دکرزی او امریکایانو اریکی که په تفصیل وچیری خوند به وکری 

په جواب کي عرض کوم:

یونسه ! وروره: بلا راته وايې که هرڅه خو دغه یوڅو ټکي چي حقائق دي خپل مسلمان ولس ته وړاندي کوم تر څو خپل اوپردې وپیژني او بل غرض مي دادی چي اوس ټوله دکابل اداره، سیاسیون، صاحبنظران، شنونکي، په ځانګړي توګه دشمال ټلوالې پلویان اولارویان اخته دي یواځي پر طالبانو تورونه تړي چي : ګواکي طالبان دپاکستان خلګ یا دهغوی ګوډاګیان دي ، یا طالبان دپاکستان په خوله دی او دپاکستان په فرمایش جګړه کوي، دي ته یي پام نشته یا شته خو نادیده یي ګڼي چي تراوسه پوري د دوی هم تغذیه له پاکستان څخه کیدله اواوس هم کیږي،  اوس هم ټول مشران یي په پاکستان کي پخواني کورونه اوبنګلې پر خپل نامه پر پاخه انتقال باندي ملکیت لري ، مثلاً: دپېښور په ارباب روډ کي داستاذ رباني خپله پخوانۍ عالیشانه بنګله اوس هم ولاړه ده

 له پاکستان سره دشمال ټلوالې دمشرانو، بانیانو، او عمده کسانو ارتباط او راشه درشه له هغه وخته پیل شوي ده چي پرکال (۱۹۷۳) د سردار محمد داود خان او دپاکستان دواکمن ذوالفقار علي بوټو تر مینځ اړیکې خړې پړې شوې، په پاکستان کي عملي کوشش پیل شو تر څو دافغان دولت پر ضد کار وکړي، پر دي مهال دکابل پوهنتون او پولي تخنیک دمحصلانو چي دانجینر حبیب الرحمن، غلام محمد نیازي اونورو مشهور اخوانیانو په سرپرستي کي دګلبدین حکمتیار، برهان الدین رباني ، احمدشاه مسعود سیاف، زمرک عصمتي وردګ، اوګڼ شمیر نورو په ګډون یي دنهضت اسلامي افغانستان تهداب کېښود، له دولت سره یي اړیکې مخ پر خشونت روانې شوې، بالآخره دکمیونستانو (چي دداود خان په دولت کي مهم دولتي عناصر وو) په شیطانت د نهضتیانو پر خلاف د دولت لخوا عملي اقدامات دنیولو، بندی کولو او تعذیبولو په بڼه پیل شوه،انجینر حبیب الرحمن غوندي مشران یي اعدام شول،  پر دي مهال ګڼ مشران پاکستان ته فرار شول، چی له هغې جملې څخه استاد رباني، انجینر حکمتیار، احمدشاه مسعود،زمرک عصمتي او نور ددوی په ګډون  (۵۰۰۰) کسان پاکستان ته تیار پلاس ورغلل، هلته دتربیت لپاره کیمپونه ورته جوړ او عملي جنګي تربیه ورکړه شوه. په تیره برخه کي هم ما لنډ ټکي د دي جریان لیکلي وو، دهغه وخت دعملیاتو لپاره عمومي قوماندان ګلبدین حکمتیار و، او مرستیال یي احمدشاه مسعود ټاکل شوی و، چی پنجشیر ته لاړ اوهلته یي ناکامه حمله وکړه ځینې کسان یي ژوندي د داود خان دولت ته په لاس ورغلل او هغوی دغه رازونه ټول افشاء کړل،احمد شاه مسعود بیرته پاکستان ته فرار شو، په ټول افغان ویب پاڼه کي د مشهور لیکوال میر عبدالرحیم عزیز مستنده مقاله پرته ده . ( په هغه لیکنه کي تاسي داهم لوستلای شئ چي ایران اسماعیل خان له پاکستان سره شناخته او ورته معرفي یي کړ ترڅو په افغانستان کي کار ورڅخه واخلي، او ترکیې دوستم پاکستان ته معرفي کړ، چی تراوسه لاهم هغوی له پاکستان سره تودې اړیکې لري.

لکه چي ومي ویل: په ټول افغان معتبره ویب پاڼه کي مشهور او وتلی لیکوال: میر عبدالرحیم عزیزد : احمدشاه مسعود دراستخدام سازمان جاسوسي پاکستان (isi ) آی اس آی).

 ترعنوان لاندي یوه تحقیقي مقاله لیکلي اونشر کړي ده، په یوه برخه کي یي لیکي:

 با كودتای سرطان ۱۳۵۲ اوضاع سیاسی و اجتماعی افغانستان دگر گونه گشت. بعد از كودتا تعدادی از رهبران )اخوان( زندانی و تعدادی دیگر مانند گلبدین، ربانی، مسعود و… به پاكستان فرار نمودند. فعالیت )اخوانی ها( با تحریك و حمایه پاكستان وارد مرحلۀ جدیدی گردید. I.S.I و دولت پاكستان كه در انتظار چنان روزی لحظه شماری داشتند، ورود فراریان اخوانی را با آغوش باز پذیرفتند و وعدۀ باز شدن دفاتر سیاسی، تربیۀ نظامی و كمك های پولی و تسلیحاتی را به اخوان اعلان نمودند. جلسۀ اخوانی ها در پاكستان تحت نظر دولت و I.S.I دایر گردید و در آن جلسه امر جهاد علیه رژیم سردار داوود توسط رهبر جمعیت العلمای پاكستان اعلان گردید. گلبدین مسؤول نظامی )اخوان( و احمد شاه مسعود فرد دوم بخش نظامی تعیین گردیدند. تعلیمات نظامی )اخوان المسلمین( كه در آن از افراد رهبری گلبدین و احمد شاه مسعود شركت داشتند توسط جنرال نصرالله بابر صورت گرفت. این تعلیمات نظامی مدت سه ماه را در بر گرفت كه طی سه ماه طریق و شیوۀ تخریب پلها، كمین گیری، انفجارات و استعمال سلاح به اعضای )اخوان المسلمین( تعلیم داده شد. بعد از ختم دورۀ آموزش نظامی مطابق تصمیم دولت پاكستان وظایف هر فرد تعیین و با پول و سلاح جهت جهاد علیه رژیم سردار داوود دوباره به افغانستان فرستاده شدند…بناً احمد شاه مسعود و سائر )اخوانی( ها اولین كسانی بودند كه به پاكستان قدم گذاشتند و در وابستگی با دولت پاكستان و I.S.I قرار گرفتند.

که د هغې مقالې لوستلو ته مراجعه وشي ډیره به ګټوره وي ، دشمال د ټلوالي ټول کسان له پاکستان څخه تغذیه شوي دي وروسته چي دوی څه ماړه شوو او دامریکا پیسې ورباندي وووریدلې بیایي نو دپاکستان خلاف (هغه هم هسي په خوله) پروپاګند پیل کړ.

البته زه دطالبانو هم هغه ټکي چی له پاکستان سره د دوی تودې اړیکې پرې ثابتیږي وړاندي کوم ، دطالبانو داوسني مشر ملااخترمحمد منصور او نورو غټو مشهورو کسانو دشناختي کارډونو نومونه (مستعار نومونه ) او د کراچي په ډیفینس ، دکوټې (اسحاق آباد، نوی کلي، پښتون آباد، او دپیښور حیات آباد کي دشخصي ماڼیو معلومات به هم انشآء الله درسره شریک کړم ) دهیچا پلوي په داسي تاریخي حقائقو کي نه کوم.

 

(البته یواځي کس چي په معاصر افغانستان کي دیوه رښتوني افغان ، آزاد، حُر، او خپلواک مشر په صفت یي دافغانستان رهبري وکړه، او دژوندترپایه نه دپاکستان او نه هم دنورې شیطاني دنیا په جال کي بند شو، نه یي پناه وروړه، ملا محمد عمر مجاهدو ) نوروټولو ته دي الله پاک خیر کړي، د دي لیکنې له لوستلو وروسته به تاسي پوه شئ چي په افغانستان کي داسی څوک ډیر کم دي چي پر هغه باندي حساب وکړئ.

 اوخصوصا دپاکستان نمک خواره اوشکر ګذاره چي نه وي بالکل په نشت حساب دي:

     جنرال رشید دوستم:

څوک به راپوري وخاندي چي پخوانی او اوسنی کمیونیست، روس پلوه، د کمیونستانو دهغه دولت تل پاته او وفادار عمده غړی چی په پاکستان کي یي پر خلاف ټول څه کیدل، که رهبران وو، که مهاجرین وو، که مجاهدین وو، که وسلې وې که مهمات وو، که پروپاګندو،که بله کومه پالیسي وه ټول په پاکستان کي جوړیدل ترڅو کمیونستي دولت نسکور شي، شوروي اتحادمات شي او داشغالګرو مخالف قوت بریالی شي نو دوستم څنګه د داډول حکومت لکه پاکستان دوست شو؟ څنګه اوڅه وخت یي تابعیت واخیست؟ څه وخت یي راشه درشه کول؟

 د دي ټول پوښتنو دځواب لپاره یوه داسي غښتلي خبره کوم چی : ټول شیان ورباندي ثابتیدلای شي،  یوه خبره خو چي مامخکي ولیکله چي ترکیې دوستم له اسلام آباد سره نښلولی دی یاده لرئ.

دوهمه داچي: د جنرال رشید دوستم دپاکستان په  پلازمېنه اسلام آبادکي اوس هم فعال دفتر ( دفتر عمومي جنبش ملي اسلامي افغانستان ) شته، اوس هم د ده غړي، پلویان او نور لنډه غر ازبکان ورباندي وزي ننوزي، تر هغه وخته پوري چی مولوي عبدالباقي ترکستاني له دوستم څخه نه و مرور شوی داسلام آباد د دفتر مشر یي ترکستاني صاب و، بیا هغه چی کله له عبدالله عبدالله خیلو سره تار ټینګ کړ، بلکه له هغوی سره عملي ملګری شو، دهغوی دچوپړ او همداراز دپاکستان د حکومت دګډ چوپړ لپاره متحده عرب اماراتو ته په کډه لاړ، هلته په عجمان کي پنډیدو، اوبیا کله چي پر :

/۲۷/۵/۲۰۱۲ / م تاریخ د شارجې اوعجمان په مینځ کي په لامبو کي په مرموز ډول ووژل شو، د مرګ کیسه یي هم دغسي ګونګه پاته شوه، ویل کیږي چي دوستم وواژه له دي امله چي د ده دګوند رازونه يي عبدالله خیلوته ویل، اوځينې نورې ګنګوسې هم شته.

له هغه وروسته دوستم داسلام آباد په نمائیندګي کي بل کس مقرر کړ، د دوستم پخوانی ویاند، او د ولسي جرګې مخکینی غړی، اوس هم ددوستم د دفتر رئیس فیض الله ذکي صاب اوس هم اسلام آباد ته ځي راځي، دخلګوپه اصطلاح یوه پښه یي پر اسلام آبادبله پر کابل، بله پر تاشکند، او بله پر مزاراوجوزجان ده. ترکستانی هم ویل کیږي چی دازبکستان، او قزاقستان لپاره یي هم کار کاوه ، دتجارت په نوم به په میاشتو میاشتوپه الماتا، آستانه، او تاشکندکي اوسیدو. نو هغه متنازع فیه شخصیت داسلام آباد دخاص دفتر مسؤل او د دوستم اوپاکستان ترمینځ خاص رابط و، عجیبه به بله درته وکړم په پاکستان کي میشت ټول ازبکان که په مهاجر کیمپونو کي دي لکه دپيښور په پنډغالیو،یادکوټې دلورالایي په پنډ غالیو کي دي، اوکه په نورو ښاري سیمو کي دي لکه د کراچي سهراب ګوټ،د راولپندۍ کیمپ دکوټې، میان غونډۍ، غوث آباد، ازبک بازار، خروټ آباد، سملۍ،او اوزبک چوک اوکه په نورو ځایونو کي دي ټول پر نفر لس لس پاکستانۍ روپۍ په میاشت کي ټولوي او دقهرمان رشید دوستم داسلام آباد مرکزي دفتر ته یي ور استوي، له دي څخه هیڅ ازبک هم انکار نه کوي بلکه په فخر سره داخبره مني. نو پاکستان داسي لوبغاړی نه دی چي دجګړې ښکیل یو طرف به له ده سره په اړیکه کي وي بل به نه وي، بلکه دواړه به ورسره کانټیکټ وي خو لکه چي وایي: دملانصر الدین دوې ښځې وې دواړو ورته وویل: پرتاباندي په موږکي کومه یوه ډیره ګرانه ده؟  ده ورته وویل: تاسي دواړې سترګې پټې کړئ که ما پرهره یوه لاس کېښود هغه راباندي ګرانه ده دوی چي سترګې پټې کړې ده یو لاس پر یوه کیښود بل لاس پر بله، نو پاکستان هم یولاس پر یوه بل پر بله ،،،،،،،،،،، بس همداغه لوبه ده روانه ده…………….

داسي واړه خیل نو ډیر دپاکستان پاخه ګوډاګیان شته، تاسي به په تعجب کي پاته شئ ځکه که نور هر ډول وي داستخباراتو اداره باید دخالصو هغه ډول خلګو پلاس کي وي چي تل له خپل وطن سره وي او یوه ورځ هم نه پردې کیږي ځکه که یوه ورځ دبل شي نو دهیواد ټول محرم رازونه هغه ته ویلای یاکاپي کولای شي. لکه دطالبانو دوخت داستخباراتو (پخواني خاد) لوی رئیس ملا خاکسار ، ملا خاکسار په اسلام آباد کي دامریکا په سفارت کي له امریکایانو سره دپاکستان دپنځو روپو نوټ نیمی کړی و، کله چی امریکایان کابل ته راغلو نوموړی ورته پاته شو، اوبیا سلامۍ ته ور غلی اودپنجي نیمه ټوټه یي هغوی ته دنخښې په ډول وړاندې کړه هغوی هم ومنله چی رښتیا خاکسار صاب وفادار ګوډاګی و، خاکسار داستخباراتو له لوی ریاست څخه په وروستیو کي دطالبانو دواکمنۍ پر وروستیو کلونو لیرې شو خو ترهغه یي هم مهمه دنده ( دکورنیو چارو وزارت امنیتي معینیت) یي ورته ورکړ. خو نوموړی دبل چا روزل شوی و، خاکسار دطالبانو دتحریک تر پیل کیدلو وړاندي دپاکستان دکوټې ښار پښتون اباد سیمې پر تارو چوک دچپلکو (څپلیو، چوټو ) دکان درلود، اوخپله یي هم دنده دغه (موچي توب ) و، خو په هغه وخت کي لا پاکستان په لاس کي نیولی و، چی یو وخت به بیا په ښه ورځي، هغه و چی ورته وفادار وخوت.(خاکسار اکا پر کال /۲۰۰۶/ دجنوري پر /۱۳/م دکندهار په ښار کي طالبانو وواژه)   

نور له خلقیانو ،پرچمیانو، ستمیانو، شعله یانو او پخوانیو مرتدانو پرته غټې سټې په ملي امنیت کي یوه هم نه افغانه وه اونه خپلواکه، د تحقیق دریاست پخوانی مشر مشتاق (ناف کش) پنجشیری و، په ظلم کي دومره مشهور و چي له بندیانو څخه به یي په تحقیق کي چي اقراربه یي نه کاوه په خوله نو ورڅخه وکیښ، له رډې بډې فحاشۍ په آخوا دایران دسپاه خاص سړی و، په مشهد کي خپل ځان ته بشپړه کوڅه ده چي پنجشیریان ورکي پنډیږي، دپاکستان اوله مسعود سره دتربیت اخیستلو کیسې نوموړی خپله هرځای په افتخار سره کوي.

 اسماعیل خان هراتی هم دهغې کوڅې هستوګن دی، نورالله عماد ،فقید علاؤالدین ، کریم صغیر، شریف خوردکک، قدیر غیبتان اونور ډیرو دشمالي ټلوالې پراخ څټو هلته کورونه درلودل او اوس یي هم شته، راځم بیرته داستخباراتو دخلګو یوڅه پردې لا ورڅیرم ځکه چي دوی دخپل ملت اوهیواد پرده نه ده خوندي کړي. له مشتاق څخه وروسته دپاکستان دبلوچستان ایالت د قلعه عبدالله ضلعې (ولسوالۍ) دګلستان دعنایت الله کاریز دکلي اصلي هستوګن حاجي ګلالی اڅکزی ( چي اصلي نوم یي کمال الدین و) دپلار نوم یي شرف الدین و، دنوموړی بل ورور پیلوټ و، جمال الدین نومیدو دکمیونستانو دحکومت پرمهال یي یوه الوتکه هم وتښتوله چی تراوسه لاهم دکوټې په شمسي ایر پورټ ( سمنګلۍ هوائي ډګر) کي ولاړه او دپاکستان په قباله وختله.حاجي ګلالی داستخباراتو دتحقیق رئیس و، کله چی له ریاست څخه ګوښه شو، نو سیده امریکا ته په کډه لاړ، دا اوس دامریکا سړی دی دپاکستان سړی دی که دافغانستان؟؟؟؟؟؟؟؟.

نور بیا،،،،،،،،،،،،،،،

لیکوال : ډا کټر محمود افغان)

4 comments

  1. موږ ډیر ورته تږي وو کور مو ودان درییمه برخه نشر سوه تنده ماته سوه

  2. درییمه برخه  تر پخوانیو دوو لا خوندوره ده ژوند درته غواړو

  3. باقی ترکستانی دوی ویل چی شهید سوی دی ، دوی هر مړی ته شهید وایي،،،،،،،،ههههههههههههههه اوس پوه سوو چی کیسه بل ډول ده

  4. سلامها، بسیار جالب است داکتر صاب زنده باشید، به امید رسوا ساختن خائنان ملی کشور

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates