تازه پرلیکه شوي
Home / اسلام / دی به هرومرو غلبه مومي

دی به هرومرو غلبه مومي

نبوي سیرت،ګام په ګام ۷

استاد ریښتین زابلوال

دی به هرومرو غلبه مومې حلیمه سعدیه رضی الله عنها وایې: « زه په وارخطایې مکې ته ورسیدم او سیده مې د محمد صل الله علیه وسلم تر نیکه عبدالمطلب ځان ورساوو او په لنډه ساه مي ورته وویل: « ما غوښتل چې محمد صل الله علیه وسلم تاسي ته راولم خو چې مکي ته څیرمه شو هغه ناببره رانه ورک شو، اوس نه یم خبره چې هغه به چیرته وي». عبدالمطلب چې د خپل ګران لمسې دبې درکۍ واورید نو فورا کعبې ته راغی او د هغه د پیدا کیدلو دعا یې وکړه او بیا د ورقه بن نوفل په ملتیا دواړه د محمد صل الله علیه وسلم په لټه کې شول او دواړه د تهامي وادې ته راورسیدل، له لیري یې په یوه هلک نظر شو چې د ونې تر سیوري لاندي ولاړ دی، ځانونه یې تر هلکه راورسول او عبدالمطلب ورځیني وپوښتل: «هلکه! ته څوک یې». عبدالمطلب محمد صل الله علیه وسلم ونه پیژاند ځکه رسول الله صل الله علیه وسلم تر معمول زیاته وده کړي وه اوښه قدي ښکلی وو. رسول الله صل الله علیه وسلم ځواب ورکړ: « زه محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب یم». عبدالمطلب ورته وویل: « زه دي درصدقه شم، زه دي نیکه عبدالمطلب یم». ورمنډه یې کړه، او محمد صل الله علیه وسلم یې په غیږ کې ونیود او ښه ډیر یې ورسره وژړل او بیا یې له ځان سره په آس سپور او د مکې په لور روان شو، چې کور ته ورسیدل نو ښه ډیر پسونه او غوایان یې صدقه کړل او د مکې ولس ته یې میلمستیا ورکړه. چې محمد صل الله علیه وسلم پیدا شو نو حلیمه سعدیه د آمنې کور ته راغله، آمنې ځینې وپوښتل: « حلیمې! دا خو ستا هیله وه چې ماشوم دي یو کال نور هم تاسو سره پاته شي، نو بیا دي ولي دومره ژر راووړ!!». حلیمې ورته وویل: « ماشوم اوس لوی دی، او په رب قسم ماخپله دنده پوره کړه اوس ویریږم چې کوم تاوان ورونه رسیږي، ځکه مې نو وپتیله چې خپل امانت مو دروسپارم». آمنې په حیرت حلیمې ته وکتل او ورته یې وویل: «ماته رښتیا ووایه، پیښه څه وه؟.» حلیمه چې واردمخه یې د رسول الله صل الله علیه وسلم په شتون کې ډیر عجائب واقعات لیدلي وو او په وروستني وار د سینې د څیرلو پیښي وارخطا کړي وه، ټول حالات آمنې ته وویل او زیاته یې کړه: « یو ځلې د یهودانو یوه ډله زموږ په کلې تیریدله، هغوی د تورات عالمان وو او ویل به یې چې تورات آسمانې کتاب دی، ما ورته وویل چې ایا تاسې زما د دې زوی په اړه څه راته ویلای شئ؟» او بیا مې د رسول الله صل الله علیه وسلم د ولادت نه رانیولي تر اوسه ټول واقعات ورته بیان کړل، یهودانو چې د محمد صل الله علیه وسلم په اړه تفصیلات واوریدل نو په خپلو مینځو کې سره وڅسنیدل او وې ویل: « راځئ، دا هلک ووژنو». او بیا یې له مانه وپوښتل: «چې ایا دا ماشوم یتیم دی؟» ما خو د هغوی دا خبره اوریدلي وه او پوی شوم چي هغوی یې د وژلو اراده لري نو بيا مي خپل خاوند ته اشاره وکړه او وې ویل: «نه، نه، شکر الحمدلله دا ماشوم یتیم ندی، دایې پلار دی». بیا هغوی وویل: « که یتیم وای نو حتما به مو وژلی وای». هغوی د رسول الله صل الله علیه وسلم د یتیم والي په اړه ځکه وپوښتل چې هغوی په پخوانیو کتابونو کې لوستلي وو چې د وروستني پیغمبر د راتللو مهال را نزدې دی، او د هغه دین به په ګرده نړئ کې خپور شي او هغه به په ټولو غالب شي، د هغه د پیدایښت او ماشوم توب په اړه یې هم لوستلي وو او د هغه په نښانو کې هم دا ورته په ګوته شوي وو چې هغه به یتیم وي، دا چې هغوی له حلیمې نه وپوښتل چې آیا دا هلک یتیم دی او هغې انکار ورته وکړ نو دوی باوري شول چې دا هماغه ماشوم نه دی چي دوی يې په لټه کې دي، ځکه یې نو د هغه د وژلو اراده ترک کړه. عکاظ د عربانو یوه ثقافتي او سوداګریزه میله وه، عکاظ د طایف او نخلې تر مینځ یو ځای وو او دلته به هر کال د شوال په میاشت کې میله لګیده او عربان چې د حج لپاره به مکې ته راغونډ شوي وو نو د شوال میاشت به یې په عکاظ کې تیروله، دلته به یې نڅاوي او پایکوبۍ کولې او په مشاعرو کې به یې د خپل ځان او خپل قوم عظمتونه بیانول، هر چا به خپل خپل کاروبار هم پیل کړی وو او له ساتیري سره سره به یې خپل شیان هم پلورل، کاهنان، پال کتونکي او نجومیان به هم ناست ول او خلګو ته به یې د دوی د قسمت او راتلونکي په اړه وړاندویني کولې. حلیمه سعدیه هم یو کال همدغه بازار ته راغلې وه او د محمد صل الله علیه وسلم یې هم له ځانه سره راوستلی وو، یوه کاهن چې په محمد صل الله علیه وسلم سترګې ولګیدې نو د نبوت ټولې نښي او نښاني یې پکې ولیدلې او چیغه یې کړه: «خلکو! یه خلګو! دا ماشوم مړ کړئ». حلیمې چې د کاهن ناري سوري واوریدې نو په منډه شو او ځای يې له هغه ځایه الونیا کړ، او پدې ترتیب الله تعالی محمد صل الله علیه وسلم وژغورو. د میلې ګډون والو چې د کاهن خبره واوریده نو یوه او بل لوري ته یې وکتل چي دکوم ماشوم د وژلو امر راته کیږي، مګر څوک یې ونه لیدل او له کاهن نه یې وپوښتل: «څه خبره ده! کوم ماشوم د وژلو ته دي رابللو». کاهن خلګو ته وویل: « اوس مې یو هلک ولید په خدایانو قسم چي هغه به ستاسي د دین لارویان وژني، ستاسي بتان به مات کړي او په تاسي ټولو به غالب شي». خلګو چې د کاهن خبري واوریدې نو په منډو شول او د ماشوم په لټولو یې پیل کړه، خو ناکام شول ځکه چې حلیمې وارد مخه محمد صل الله علیه وسلم له صحنې نه ګوښه کړی وو. د ذي المجاز په نامه به یو بل بازار لګیده، حليمه چې له عکاظ نه راستنیده نو په ذي المجاز راغله، دلته یو نجومي ناست وو چي د ماشومانو زائچو ته په کتلو به یې د هغوی د قسمت په اړه وړاندویني کولې، حلیمه سعدیه د محمد صل الله علیه وسلم په ملتیا تیريده ، چې د نجومي نظر په محمد صل الله علیه وسلم باندي ولګیده،د رسول اکرم صل الله علیه وسلم د نبوت مهر یې ولید او د هغه په سترګوکي یې خاص سور والی تر سترګو شو، نجومي چیغي کړې: «عربانو! دا ماشوم ووژنۍ، دا به ستاسو د دین لارویان ووژنې، بتان به مو درمات کړي، اوپه تاسي به غالب شي». له دې وینا سره سم هغه د رسول الله صل الله علیه وسلم په لور حمله وکړه تر مخه د دې چې هغه محمد صل الله علیه وسلم ته څه تاوان ورسوي هغه لیون

One comment

  1. دروند لیکوال ته سلامونه، الله پاک دی لوی اجر درکړي زښته موزونه لیکنه مو روانه کړي ده اوپه لوستلوکی ډیر خوند کوي، یوپیشنهاد لرم که یئ تاسي راسره ومنئ: دګام پر ګام پرځای که (قدم په قدم ) شی ډیر به دروند نوم وي  ځکه ګام په پښتوکی کله کله دګز،ګزاوګام مرکب هم اویواځي هم کارول کیږي اودومره دروندوالی نه لری لکه قدم،،،،،،،،،،،،،،،، مننه 

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates