تازه پرلیکه شوي
Home / اسلام / د حلیمې سعدیې رضی الله عنها په غیږ کې

د حلیمې سعدیې رضی الله عنها په غیږ کې

نبوی سیرت،ګام په ګام (۶)

ژباړه : استاد ریښتین زابلوال
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هغه مهال د عربو دا دود وو چي خپل پۍ رودي ماشومان به یې کلیوالو سیمو ته استول، او هلته به یې پالنه د دایه ګانو په لاس کیده ترڅو له یوه لوري د ښار له ککړ ماحول نه خوندي پاته شي او ناروغان نه شي او له بل پلوه هلته فصیحه عربې زده او له اصيل عربي تمدن سره بلد شې.
د دایو قافله مکې ته راغله او په مکه کې د ماشومانو په لټه کې شول، د عبدالمطلب کره ډیرو میرمنو سر ورښکاره کړ خو چي خبرې شوې چې محمد صل الله علیه وسلم یتیم دی، نو بیا به یې د هغه بیودلو ته ځکه زړه نه ښه کاوو چې د هغه په پالنه کې به د عوض او اجوري تر لاسه کولو امکان کم وو، پدې ترتیب د عبدالمطلب کره یو په بل پسې دائې تللي راتللې اما محمد صل الله علیه وسلم چا هم د خپلې غیږي زینت نشوای کړای ځکه تقدیر دا نیکمرغې د حلیمې سعدیې په برخه لیکلي وه.
کله چې حلیمه سعدیه رضی الله عنها مکې ته ورسیده نونورو میرمنو د مکې ټول ماشومان له ځان سره وړي وو او ددې په برخه کې یواځې او یواځې یتیم او بیوزله محمد صل الله علیه وسلم پاته وو.
حلیمې سعديې خپل خاوند عبدالله بن حارث ته وویل:
« په رب قسم! دا مې نده پیرزو چې زه دي له مکې نه تشه غیږ ستنه شم په داسي حال کې چې نورو میرمنو له ځان سره ماشومان وړي وې او بیا دي ما ته طعنې راکوي ، نو ولې باید هغه یتیم ماشوم له ځان سره نه بوزو؟».
عبدالله بن حارث ورته وویل:
« زما خوښه ده، ښای الله تعالی به همدغه ماشوم له برکته موږ ته خیر او برکت راکړي».
حلیمه سعدیه د حضرت عبدالمطلب کره لاړه او آمنې او عبدالمطلب ښه راغلاست ورته ووایو، او بیا آمنې حلیمه ماشوم ته راوسته هغه مهال به محمد صل الله علیه وسلم باندي سپین کتان څادر غوړیدلی وو او د شنه رنګ وریښمین کالی ورلاندي وو، هغه ستوني ستاغ پروت وو او له تنفس سره یې د مشکو بوی حس کیده، د محمد صل الله علیه وسلم حسن و جمال حلیمه سعدیه حیرانه کړه، دا مهال محمد صل الله علیه وسلم په خواږه خوب ویده وو، حلیمې مناسبه ونه ګڼله چې را ویښ یې کړي نوي په ډیره مینه او شفقت یې د هغه په سینه لاس ورکیښود او محمد صل الله علیه وسلم په مسکا شو او سترګي یې رڼې کړې.
حلیمه وایې:
« ما ولیدل چي د هغه له سترګو نه یو نور راووت او بیا تر آسمانه ورسید، ما هغه خپلې غیږي ته راپورته کړ او په تندي (دواړو سترګو په مینځ کې) مې ښکل کړ او بیا د عبدالمطلب او آمنې په اجازه تر خپلې قافلې راورساوو، او په خپله غیږه کي یې د پۍ رودلو لپاره واچاوو خو هغه له چپ لوري نه له پۍ رودلو نه ډډه وکړه او بیا یې ښې لوري ته څملاوو نو سم د لاسه یې په پۍ رودلو پیل وکړاو بیا تر پایه پورې ښۍ لوري د محمد او چپ لوری یې د ورور عبدالله په برخه شو».
حضرت سعدیه حلیمه فرمایې:
زه او محمد په خپل کچر سپاره شو او قافله روانه شوه، خو دا ځل هغه زما ډنګر او بې ځانه کچر دومره تیز درومي چې د قافلې نوري سورلۍ یې شاته کړې، زما ملګرو میرمنو په حیرت رانه وپوښتل:
«حلیمې! دا خو هماغه کچر دی چې ته ورباندي راغلې وې او له مړزواندي نه یې یو ګام نه شوای اخیستلای، دا اوس څه ورباندي وشو چې دومره تیز روان دی؟».
ما په ځواب کي ورته وویل:
«یقینا دا هماغه کچر دی، لکن زه هم حیرانه یمه، دا معامله را ته عجیبه ښکاري».
قافله د بنو سعد تر ميني راورسیده، دا مهال په سیمه کې وچکالي وه، سعدیه رضی الله عنها فرمايې:
«هغه ماښام چې زموږ وزې له ورشو نه کورته راستنې شوې نو یې تې له شیدو ډک وو، په داسي حال کې چي پخوا به داسي نه وو او د وزو له غولانزو به شیدې په ډیرې خوارۍ راوتلې، مونږ چې خپلې بزې ولوشلې نو د کور ټول لوښي له شیدو نه ډک شول موږ پدې پوی شو چې دا ټول د همدغه ماشوم برکت دی، دا خبره د سیمي نور میرمنو تر غوږونو هم ورسیدله پداسي حال کې چې د هغوی بزو لا هغومره پۍ ورکولې.»
دوه میاشتې تیري شوې او موږ د نادرو برکتونو سیل کاوو، دوه میاشتي وروسته محمد صل الله علیه وسلم پل واخیست، په اتم میاشت یې خبرې پیل او په نهمه میاشت صاف او فصیح غږیده.
حلیمه سعدیه فرمایې چې پدې موده کې موږ د رسول اکرم صل الله علیه وسلم ډیربرکات ولیدل او د بنو سعد ټوله سیمه او د دوی کورونه د مشکو په خوشبو معطر شول، ټولو له محمد صل الله علیه وسلم سره مینه کوله او چې کله له پيو بېل کړای شو نو دا کلمات یې پر مبارکه خوله جاري وو.
«الله اکبر کبيراً و الحمدلله کثيراً و سبحان الله بکرةً و اصيلاً»
ژباړه: الله جل جلاله د لوی والي له پلوه تر ټولو ستر دی، هغه لره ډيره ستاينه ده او زه سهار او بیګاه د هغه پاکي بیانوم.
د هغه وخت د دود له مخې به ماشومان له دوو کلونو وروسته خپلو کورنیو ته سپارل کيدل. بي بي حليمه سعديه وايي چې د همدغه دود له مخې موږ هم له دوو کلونو وروسته محمد صل الله علیه وسلم خپل کور ته راؤړ خو دا چې موږ د هغه د وجود برکات ليدلي وو نو هيڅ مو نه غوښتل چې دی دي له موږ نه بېل شي، ځکه مو د هغه مور ته وويل:
«د مکې اوبه اوهوا او دلته خپرې ناروغۍ ښايي پرمحمد صل الله عليه وسلم بده اغېزه وکړي. که موخوښه وي محمد صل الله علیه وسلم دې تر دوو نورو کلونو پورې له موږ سره پاتې شي»
بي بي آمنې راسره دغه وړانديز ومانو او موږ یو ځل بیا محمد صلی الله علیه وسلم له ځانه سره بيدیا ته یوړ.
کله چې لږ را ستر شو نو د نورو ماشومانو په څېر يې له کوره دباندې وتل پيل کړل خو د نورو ماشومانو د دود پر خلاف به يې له هغوي سره په لوبو کې ګډون نه کاوه. یوه ورځ يې راته وويل:
«مورې! زما ورور او خویندې (رضعي ورور یې عبدالله اورضعي خویندې انيسه او شيما يې یادول) د ورځې چيرته وي چې په کور کې نه ښکاريږي؟!»
ما ځواب ورکړ:
«هغوي سهار وختي خپلې بزې او ميږې ورشو ته د څړ لپاره بيايي او بیګاه کور ته راستنيږي.»
ده راته وويل:
«نو خو ما هم له هغوي سره استوه!»
له دې وروسته به محمد صلی الله علیه وسلم له خپلو رضعي وروڼو او خویندو سره ورشو ته ووت او بیګاه به خوښ او خندانه کورته راستنیده.
یوه ورځ نور ماشومان په منډه کور ته راغلل او په وارخطا لهجه یې راته وويل:
«مورې، مورې! هله ژر کوه کنه نژدې ده چې زموږ ورور (محمد) به را ووژني!»
موږ د دې خبر په اوريدلو سره په بېړه او وارخطائي د پېښې ځای ته ورغلو. هلته څه ګورو چې محمد صلی الله علیه وسلم ولاړ دی، د مخ بڼه يې الوتې وه. يوې غير عادي پيښې سخت ويرولی وو.
حليمه سعدیه وايي چې ما ترې وپوښتل:
«څه در وشوه؟»
ده ځواب راکړ:
«دوه کسان چې سپین کالي يې اغوستي وو( حضرت جبرائيل او میکائيل علیهما السلام) راته راغلل. یوه له بل نه وپوښتل چې آیا همدا دَی دی؟ دا بل کس ځواب ورکړ: هو! همدا یو دی. بیا نو دواړه رانژدې شول. پر ځمکه یې څملولم. سينه يې را وڅيرله. یو څه يې پکې ولټول او هغه یې زما له سينې را وايستل او هغه یې ايسته وغورځول. زه پوه نه شوم چې دا به څه وو.»
په ځینې نورو روایاتو کې د دې ټوټې په اړه داسې وضاحت راغلی چې هغه د تور رنګ یوه دانه وه چې د انسان په بدن کې د شیطاني اغيزو ځاله وي او شیطان له همدې لارې پر انسان باندې خپلې اغيزې ښندي.
حليمه سعدیه رضی الله عنها فرمائي کله چې موږ کور ته راغلو نو خاوند مې عبدالله بن حارث راته وويل:
«حليمې! ويريږم چې دې ماشوم ته څه ور پېښ نه شي. ښه به دا وي چې ژر تر ژره یې خپلې کورنۍ ته ور ستون کړو.»
ما ورسره ومنله او په دې ډول مو ماشوم له ځان سره کړ او مخ پر مکه روان شو. مکې ته نژدې ناببره ماشوم رانه ورک شو، ما له دې امله هوښ او حواس له لاسه ورکړل او لالهانده مې یوه خوا بله خوا منډې پيل کړې!.

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates