تازه پرلیکه شوي
Home / اسلام / د محمد صل الله علیه وسلم ستوری وځلید

د محمد صل الله علیه وسلم ستوری وځلید

نبوي سیرت، ګام په ګام(۵)

ژباړه : استاد ریښتین زابلوال

عیص د شام یو یهودي راهب وو او مکې ته څیرمه یې صومعه وه چي د الله تعالی په عبادت باندي بوخت وو، هغه چې به کله هم مکې ته راغی نو له خلګو به یې پوښتل:
«ډیر ژر به په تاسي کې یو ماشوم وزیږي، ټول عرب به یې تابع شي او ټول به د هغو په وړاندې عاجز شي، هغه به د عجمو په ښارونو هم غالب شي، د هغه زمانه نزدې ده، څوک چې د هغه د نبوت زمانه ومومي او د هغه اتباع وکړي هغه به په خپلو مقصدونو کې بریالي شي او د کوم خیر او نیکي خبره هیله چي کوي هغه به هم ومومي، او څوک چي د ده د نبوت زمانه ومومي او اتباع یې ونکړي هغه به خوار او ذلیل شي».
په مکه مکرمه کې چي به کله هم ماشوم تولد شو عیص به یې په اړه پوښتني پیل کړې تر دې چي رسول اکرم صل الله علیه وسلم تولد شو نو عبدالمطلب د عیص صومعي ته ورغی او د هغه د صومعي دروازه یې وټکوله، عیص ورته راغږ کړ:
«څوک!».
عبدالمطلب ځان ورمعرفي کړ او بیا يې ځيني وپوښتل:
«ته د هغه ماشوم په اړه څه وایې».
عیص جواب ورکړ:
«ته د هغه ماشوم پلار کیدای شې، یقینا هغه ماشوم تولد شوی دی چي په اړه یې ما تاسي ته خبره کوله، هغه ستوری چي موږ به د نوموړي ماشوم د ولادت د نښي په ډول پیژندل هغه نن طلوع شو، بله نښه یې دا ده چې هغه ماشوم به في الحال په درد اخته وي او دا دردونه به تر دریو ورځو پوري دوام وکړي او له دریو ورځو وروسته به روغ شي».
دا چې راهب د رسول اکرم صل الله علیه وسلم په اړه ویلي وو چې هغه به تر دریو ورځو پوره رنځور وي دا خبره رښتیا وه، رسول اکرم صل الله علیه وسلم تر دریو ورځو پوري پۍ ونه رودلې، او دا چي عبدالمطلب ته یې وویل چي ته د هغه پلار کیدای شې دا د عربو د هغه دود تر مخي وو چي نیکه به یې پلار باله او رسول اکرم صل الله علیه وسلم یو ځل په خپله هم وفرمایل:
انا نبي لا کذب
انا ابن عبد المطلب
« زه نبي یم دروغجن نه یم، زه د عبدالمطلب زوی یم».
عیص راهب عبدالمطلب ته وویل:
« ماشوم په اړه مو خوله بنده وساتۍ او له چا سره یې یادونه مه کوئ که خلګ د ده په راتلونکي خبر شي ډیره کینه به ورسره وکړي دومره کینه چي تر ننه به له چا سره نه وي شوي او دومره مخالفت به یې وشې چي په نړئ کې به د بل چا دومره مخالفت نه وي شوی».
عبدالمطلب چي د عیص نه د خپل لمسي په اړه واوریدل نو یې ترینه وپوښتل!
« د دې ماشوم عمر به څومره وي!!!».
عیص جواب ورکړ:
که دا ماشوم طبعي عمر تیر کړي هم تر اویا کاله به نه وي زیات، بلکه تر دې هم له مخې به د عمرپه ۱۶ ام او یا ۶۳ کال کي وفات شي . او د ده د امت اوسط عمر به هم همدومره وي او د ده تولد په مهال به بت مات شي، یهودي دا ټول معلومات د پخوانیو انبياء کرامو له وړاندویني نه ورکول او دا ټول رښتیا شول.
د قریشو ځیني کسان لکه عمر بن نفیل او عبدالله بن جحش به یوه بت ته د عبادت لپاره ورتلل، د رسول اکرم صل الله علیه وسلم د ولادت په مهال هم دوی د خپل بت دربار ته ورغلي وو څه ګوري چې بت پړمخې په ځمکي پروت دی دوی د بت دا ډول لویدنه وکږله، په بد فال یې ونیوله او خفه شول . هغوی بت راپورته کړلو او په خپل ځای یې نصب کړ، بت بیا له خپل ځایه ولویدو دوی بیا پورته کړ هغه بیا ولوید دوی حیران ودریدل تر دې چې د بت له خولې غږ وخوت او ویل یې:
« دا د یوه داسي ماشوم د ولادت له کبله چي له نوره به یې په لویديځ او ختیځ کې ټوله ځمکه روښانه شي».
دا چې له بت نه غږ راپورته شو دي څه لا په حیرت کي کړل.
د رسول اکرم صل الله علیه وسلم د ولادت په مهال نړۍ دوقطبي وه او ګرده نړۍ دوو لویو سلطنتونو کنټرولوله، د روم سلطنت او د فارس سلطنت، د فارس د سلطان لقب به کسری وو، د رسول اکرم صل الله علیه وسلم د ولادت په مهال عادل باچا نوشیروان د فارس کسری وو، نوشیروان یوه بې ساري ماڼۍ رغولي وه چي لویې تیږي او چونه یې پکې کارولي وه، یوه شپه ناببره د نوشیروان په قصر کي چاک وشو او۱۴ ګنګري یې ړنګي شوي، دې پیښې په ټول هیوادکي ویره او ترهه خپره کړه او انګازي يې تر لري لري ورسیدلې.
بله پیښه دا وشوه چي د فارس د ټولو اورتونونو اورونه مړه شول چي دوی به یې عبادت کاوو او له کلونو کلونو بل پاتي شوي وو.
دې پیښي هم په عبادت کونکو بده اغیزه وکړه او دا کار یې په بد شګون ونیو او په چیغو او ژړا سر شول.
کله چي کسری ته دا ټول اطلاعات ورسیدل نو یې یو کاهن راوغوښت او د خپل قصر د چاک او د اورتونونو د اورونو د مړه کیدلو کیسه یې ورته وکړه او ځیني ویې پوښتل:
«آخر دا ټول څه او ولي پیښ شول».
کاهن په خپله ځواب ورنکړای شوای او ورته یې وویل:
«زما ماما سطیح نومیږي، هغه به د دې سوال ځواب درکړي».
نوشیروان ورته وویل:

«سمه ده، ته ورشه اوله هغه نه ځواب راته راوړه.»
کاهن خپل ماما ته ورغی او ټوله کیسه یې ورته وکړه، سطیح ورته وویل:
« د یوه نبي د ظهور وخت را رسیدلی دی، هغه به په ټولو عربو او شام باندي غلبه حاصله کړي او څه چي کیدونکي دي هغه به ټول ترسره شي».
کاهن د سطیح جواب کسری ته وړاندي کړ او هغه مهال کسری له نورو کاهنانونه هم پوښتنه کړي وه او هغوی هم ورته ځواب ورکړی وو، کسری وویل:
« ګواکي د دي وخت را رسیدلوته یو څه زمانه لا شته، یعني د هغه غلبه به له ما وروسته وي».
رسول اکرم صل الله علیه وسلم د پیدایښت په ومه ورځ عبدالمطلب د خپل لمسي عقیقه وکړه او په هغه یې محمد (صل الله علیه وسلم) نوم کیښود، قریشو په دې باندي تعجب وکړ ځکه تر دې د مخه په عربانو کي داسي نوم چا نه وو ایښی، هغوی عبدالمطلب ته وویل:
«عبدالمطلبه! ولي دي د دې ماشوم نوم د پلار او نیکه د نومونو په څیر نه کیښود؟ په داسي حال کي چي دا ډول نوم خو نه ستا پلار او نیکه او نه په قریشو کې بل چا ایښی وو.»
عبدالمطلب ورته کړل:
«هیله من یم چي په اسمان او زمکه کې به یې ستاینه کیږي( د محمد معنا ده ، ډیر ستایل شوی).»
همداراز د مور له لوري احمد نوم ورباندي کیښودل شو او تردې د مخه احمد هم د چا نوم نه وو ایښودل شوی. مانا دا چې دا دواړه نومونه الله تعالی همدې ورځې ته ساتلي وو، احمد مانا تر ټولو ډیر حمد او ثنا ویونکي.
سهیلي وایې چي رسول اکرم صل الله علیه وسلم لومړۍ احمد او بیا محمد شو، یاني لومړۍ یې په خپله تر هر چا ډیر د الله تعالی حمد ووایو او بیا خلګو د ده ډیر حمد ووایو، او په پخوانیو کتابونو کې هم د رسول اکرم صل الله علیه وسلم نوم احمد وو.
رسول اکرم صل الله علیه وسلم چي وزیږید نو تر ټولو لومړی یې د خپلي مور پۍ ورودلې تر نهو ورځو پوري د مور له شیدو خړوبیده، له هغه وروسته بیا تر ټولو لومړی یې د ثویبې پۍ ورودلې، ثویبه د ابولهب مینځه وه او ابولهب د رسول الله صل الله علیه وسلم د ولادت په خوښۍ کې ازاده کړه، دا مهال د ثویبې هم زوی تولد شوی وو، له ثویبې نه وروسته دا سعادت او نیک مرغې د حلیمې سعدیې په برخه شو.
بنو سعد د کلیوالي سیمي نه یوه قافله په دې تکل مکې ته راځې چي نوي تواد شوي ماشومان ځان سره بوځي ، هغوی ته پئ ورکړي روزنه یې وکړي او اصیل عربي عادات او ادبیات ور زده کړي او په بدل کې د ماشومانو له پلرونو اجوره او سوغاتونه تر لاسه کړي، حلیمه سعدیه د خپل تي خور ماشوم او خاوند په ملتیا پدې کاروان کي راووتله، هغه په یوه ډنګر کچر باندي سپره او یوه زړه اوضعیفه اوښه هم ورسره وه، ځکه نو دا د نورو میرمنو په پرتله ناوخته مکې ته ورسیدله.

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates