تازه پرلیکه شوي
Home / اسلام / د ابرهه انجام

د ابرهه انجام

 
نبوي سیرت، ګام په ګام(۴)

ژباړه: استاد ریښتین زابلوال
———————–
دوی لا پدې کوښښ کې وو چې د ابرهه فیل له خپله ځایه جګ او دمکې په لور یې روان کړې چې نا ببره الله تعالی د سمندر له لورې د مرغانو یو سیل راواستاوو، پداسې حال کې چې دا مهال عبدالمطلب د کعبې د دروازې زنځير ټینګ نیولی او له خپل رب سره یې راز او نیاز کاوو او د ابرهه د لښکردماتي او دکعبې سوبه یې غوښته.
«ربه! بنده خو د خپل کاروان ساتنه په خپله کوي، ربه! ته دې د خپل کور ساتنه په خپله وکړه، ربه! چې نن خو صلیب ستا په کور سوبه ونه مومي، چې نن خو ابرهه لښکري ماته وخوري، بیشکه د دوی طاقت ستا د طاقت په وړاندي هیڅ دی».
د صلیب یادونه یې ځکه کوله چي ابراهه مسیحي او شعار یې صلیب ووچي په خپل لښکر کي له ځان سره ووړ.
بیا نو الله تعالی د مرغانو لښکري راواستولې دا مرغان له مرغیو لږ غټ وو، او هر مرغه له ځان سره دری دری تیږي نقلولې، او په ابرهه او د ابرهه په لښکرو یې تیږيو اوریدل پیل کړل او چي په هر یوه به دا تیږه ولګیده نو هغه به یې داسي ټوټه کړ لکه د نن زمانې په بم چي دي ویستلي وي.
د ابرهه له فیل محمود نه پرته ټول فیلان چي شمیر یې ۱۳ وو ټکړه ټکړه شول د قرآن کریم په تعبیر داسي په زمکه پراته ول لکه واښه چې وخوړل شي او پاته شوي ټوټه ټوټه په زمکه پراته وي.
ابرهه او ځیني ملګرو چې یې د لښکر د تباهي دا منظر ولید نو یې د تیښتي لاره خپله کړه خو مرغانو یې تعاقب وکړ طبقات لیکلي دي چې د هغه جسم یو یو اندام ځیني پریکیدو، یاني هغه په تیښته وو او مرغانو به باندي بریدونه کول او یو یو اندام یې ځيني جدا کیدو.
عبدالمطلب او ملګري یې په کعبه کې پدې انتظار وو چې اوس به ابرهه او لښکر يې مکې ته داخلیږي اوهغه څه به ترسره کوي چې د دوی سترګي به یې د لیدلو توان نه لري.
شیبې او ګړۍ یو په بل پسې تیري شوې خو د ابرهه د لښکر څه درک ونه لګید نو د معلوماتو لپاره له مکې نه را بهر شول څه ګوري چې ټول لښکر تباه دی، نو یې د غنیمتونو په را غونډولو پیل وکړ. سره سپین او نور وسلې او سامانونه یې ولجه کړل.
په لښکر کې ځیني داسي هم وو چې ژوندي پاته شول او همدلته په مکه کي یې سکونت غوره کړ. په دې ډله کې د ابرهه د فیل «محمود» فیلبان هم موجود وو، زموږ رسول اکرم صل الله علیه وسلم له دې پیښې څو ورځي وروسته وزیږيد هغه ځای چې رسول اکرم صل الله علیه وسلم دنیا ته سترګي وغړولې هغه صفا ته نزدې وو.
کعب احبار رضی الله عنه چې تر اسلام مخکې یهودي وو او په یهودانو کې د تورات عالم وو هغه به ویل چې ما به په تورات کې تلاوت کاوو چې د رسول اکرم صل الله علیه وسلم یوه نښه یې دا بیانوله چې د هغه تولد په مکه کې کیږي.
رسول اکرم صل الله علیه وسلم له ولادت سره سم وژړل، د حضرت عبدالرحمن ابن عوف رضی الله عنه مور چې شفاء نومیده او غالبا د دایې په ډول یې کار کاوو، هغه وایې چې د رسول اکرم صل الله علیه وسلم د پیدایښت په مهال زه له بې بې آمنې سره وم، او چې رسول اکرم صل الله علیه وسلم چې په خپل لاس کې واخیست نویې وژړل.
د رسول اکرم صل الله علیه وسلم نیکه عبدالمطلب په کعبه شریفه کې په طواف بوخت وو چې د لمسي د تولد زیری ورباندې وشو، د طواف کولو وروسته کور ته راغی او لمسی یې په غیږ کې واچاوو مور بي بي یې ورته وویل:
« دا خو ډیر عجیب ماشوم دی، د سجدې په حالت کي تولد شو او بیا یې سر راپورته کړ او د شهادت ګوته یې اسمان ته پورته کړه».
عبدالمطلب د رسول الله صل الله علیه وسلم مخ ته وکتل او بیا یې کعبې ته راووړ او طواف یې ورسره وکړ، بیا یې په رسول اکرم صل الله علیه وسلم باندي یو لوښی کیښود او د عربو له دود سره سم یې پټ کړ خو نابیره هغه لوښی مات شو او د رسول اکرم صل الله علیه وسلم خپله ګوته روودله.
رسول اکرم صل الله علیه وسلم د پیدایښت په مهال شیطان په چیغو سر وو. ابن مخلد په خپل تفسیر کې کاږي چې شیطان په خپل ژوند کې څلور ځله په چیغو چیغو ژړلي دي، لومړی هغه مهال چې الله تعالی ملعون کړ، دوهم ځل هغه مهال چې زمکې ته راوشړل شو، دریم هغه مهال چې رسول اکرم صل الله علیه وسلم وزیږید او څلورم هغه مهال چي په رسول اکرم صل الله علیه وسلم باندي د فاتحې سورت رانازل شو، حضرت حسان بن ثابت رضي الله عنه د رسول الله صلي الله علیه وسلم د پیدایښت کیسه داسي راته کوي.
«زه د اتو کلونو وم، چي څه به مي لیدل او اوریدل په هغه به ښه پوهیدم، یو سهار مي په یثرب کي یو یهودی ولید چي په یوه تپه ختلی او په زوره زوره یې ژړل خلګ پرې راغونډ شول او ورته یې کړل. 
«څه خبره ده، ولې ژاړې».
یهودي په ځواب کي ورته وویل:
«د احمد ستوری راوخوت او نن شپه هغه وزیږيد»
حضرت حسان بن ثابت رضی الله عنه په شپیته کلنئ کې په اسلام مشرف شو او په ۱۲۰ کلونو په عمر وفات شو، ګواکې شپیته کاله یې د ایمان په حالت کي ژوند وکړ، حضرت حسان رضی الله عنه یو نومیالی شاعر وو او په خپلو شعرونو کې به یې د رسول اکرم صل الله علیه وسلم ستاینه کوله او د اسلام ننګه به یې کوله او د اسلام دښمنانو هجو به یې بیانوله او د جهاد په میدان کې به یې په خپلو حماسي شعرونو د مسلمانانو وینه تودولو ځکه نو هغه ته د شاعر رسول خطاب ورکړل شو.
حضرت کعب احبار رضی الله عنه به ویل چي ما په تورات کې لوستلي دي چې الله تعالی حضرت موسی علیه السلام ته د رسول اکرم صل الله علیه وسلم د ولادت نیټه ورښودلی وه، حضرت موسی علیه السلام بیا بني اسرائیلو ته دا نیټه ورښولي وه، هغه به ویل:
« هغه مهال به رسول اکرم صل الله علیه وسلم تولد شي چي دا روڼ ستوري په حرکت کې شي او له خپل مدار نه اوښوري».
دا خبره به د بنې اسرائیلو علما د یوبل ته کوله او پدې ترتیب نو بنو اسرائیلو ته هم د رسول اکرم صل الله علیه وسلم د ولادت نیټه معلومه وه.
حضرت عایشه رضی الله عنها فرمایې چې په مکه کې یو یهودي اوسیده او کله چې د رسول اکرم صل الله علیه وسلم د ولادت شپه را ورسیده نو هغه د قریشو یوه محفل ته راغی او ورته یې وویل:
«ایا نن په تاسي کې د چا په کور کې ماشوم تولد شوی دی؟ِ»
خلګو ورته وویل:
«موږ نه یو خبر.»
یهودي ورته کړل:
«دا زه چې څه درته وایم دا ښه به غور واورۍ، نن اخیرني پیغمبر دنیا ته راغی او هغه له تاسو یاني قریشو څخه دی، نښه یې دا ده چې د هغه په اوږه باندې یو خال دی، او په هغه باندي ډیر ویښتان دي.(مهر نبوت یادوي) او دا د نبوت نښه ده، بله نښه یې دا ده چې هغه به دوه شپې پئ ونه رودي او دا خبري په پخوانیو کتابونو کې د ده د نبوت نښو په ډول ذکر سوي دي.»
علامه ابن حجر وایې چې دا خبره سمه وه، او رسول اکرم صل الله علیه وسلم دوه شپې پئ ونه رودلې.
خلکو چي له یهودي عالم خبري واوریدې نو جګ شول او د حیرانتیا خپلوکورونو ته ستانه شول، او کله چې خپل خپل کور ته ورسیدل نو همدا خبرې یې په خپل کور وکړې، دا چي میرمنې د حضرت آمنې د ولادت نه خبرې وې نو یې وویل:
«نن خو نو د عبد الله بن عبدالمطلب زوی تولد شوی دی».
دوی دا خبره یهودي عالم ته وکړه او هغه د نوي تولد شوي ماشوم د لیدلو تلوسه وکړه او ویې ویل:
«راځئ ماته هغه ماشوم راوښېئ».
قریش او یهودي په ګډه د آمنې کره راغلل او د ماشوم د لیدلو هیله یې وکړه، آمنې ماشوم له ورڼي خلاص کړ او دوی ته يې ورواستاوه، خلګو د ماشوم له ولیو نه کالي لري کړل یهودي چي په مهر نبوت سترګي ولګیدلې نو بې هوشه شو او په زمکه راپریوت، چي راپه هوش کې شو خلګو ورته وویل:
«ولې بې هوشه شوې»
هغه ځواب ورکړ:
«له دې غم نه بې هوشه شوم چې نور نو نبوت زما له قوم نه ووت».
قریشو! په رب قسم چې دا ماشوم به په تاسې غلبه حاصله کړې او شهرت به یې له شرق نه تر مغرب پوري ورسیږي.

نوربیا…..

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates