تازه پرلیکه شوي
Home / اسلام / د نبوت لمر په راختو شو

د نبوت لمر په راختو شو

نبوي سیرت،ګام په ګام (۳) 

په تېر پسې….

ژباړه : استاد ریښتین زابلوال


حضرت ابن عباس رضی الله عنه فرمایې چې د ولادت په وخت کې د رسول اکرم صل الله علیه وسلم نو په خپله پریک وو(عموما د ماشوم نو دایه ورپریکوي) او همداراز رسول اکرم صل الله علیه وسلم سنت شوی پیدا شو. عبدالمطلب چي دا څه ولیدل نو ډیر حیران شو او دا څه یې په نیک فال ونیول او ویل به یې زما دا بچی به د ډیر لوی شان خاوند وي. البدایة.
د رسول اکرم صل الله علیه وسلم له پیدایښت تر مخه په مکه مکرمه کې د وچکالئ له کبله قحط مسلط وو او کله چې د رسول اکرم صل الله علیه وسلم ولادت رانزدې شو نو الله تعالی د بارانونو سلسله پیل کړه او د مکې زمکه په شنه فرش وپوښل شوه، او ونو او بوټوکي له سره ژوند را وټو کید.
د ولادت په مهال رسول اکرم صل الله علیه وسلم په خپلو لاسونو ورټیټ سر یې آسمان لورته پورته کړی وو، په یوه بل روایت کي دی چې رسول اکرم صل الله علیه وسلم په خپلو زنګونو پروت وو لکه د سجدې په حالت کي چې وي، طبقات.
لاس یې موټ وو او د شهادت ګوته یې پورته کړي وه لکه مونږ چې یې د تشهد په حالت کي پورته کوو.
رسول اکرم صل الله علیه وسلم فرمایې:
"زما د ولادت په مهال مي له مور نه یوه رڼا پورته شوه چي د شام قصرونه یې وځلول." (طبقات).
د رسول اکرم صل الله علیه وسلم مور، بي بي آمنه د رسول الله صل الله علیه وسلم د ولادت کیسه داسې راته بیانوي:
« د محمد صل الله علیه وسلم د ولادت په مهال چي کومه رڼا جوړه شوه د هغې په رڼا کې مې په بصری کې د ګرزیدونکو اوښانو غاړي ولیدلې».

دا چې د رسول اکرم صل الله علیه وسلم ولادت په کومه ورځ وشو؟ پدې اړه ټول مؤرخین په یوه خوله دي، چي رسول اکرم صل الله علیه وسلم د دوشنبې په ورځ چي صبح صادق په راختو شو د نبوت لمر د نړئ په مطلع باندي را څرګند شو.
خو دا چې دا کوم تاریخ وو؟ پدې اړه ګڼ اقوال دي، په یوه روایت کې د ربیع الاول دولسم، په بل کې اتم او په یوه بل کې بیا دوهم تاریخ لیکل شوی دي، ډیرې مؤرخین د ربیع الاول اتمه د رسول اکرم صل الله علیه وسلم د ولادت نښه بولي، البته کله چي د تقویم په طرز د رسول اکرم صل الله علیه وسلم د پیدایښت نیټه معلومه کړل شوه نو د ربیع الاول نهمه د رسول اکرم صل الله علیه وسلم د ولادت نیټه راووته، لنډه دا چې د رسول اکرم صل الله علیه وسلم د ولادت کره نیټه نده معلومه، البته ټول مؤرخین وایې چې رسول اکرم صل الله علیه وسلم د ربیع الاول په میاشت کې د دوشنبې په ورځ دنیا ته تشریف راووړ، د دوشنبې په ورځ نبوت ورکول شو، د دوشنبې په ورځ یې مدینې منورې ته هجرت وکړ د دوشنبې په ورځ یې له دنیا سترګې پټې او د آخرت په لور یې یون وکړ.
د رسول اکرم صل الله علیه وسلم ولادت د فیل په کال وشو، دې کال ته ځکه د فیل کال ویل کیږي چې په همدغه کال ابرهه چې په یمن کې د حبشې سلطنت نماینده وو د فیلانو په ملتیا په مکه مکرمه باندي یرغل وکړ تر څو کعبه شریفه ونړوي.
کیسه داسي وه چې له یمن نه به ډلي ډلي حجاج د حجاز په لوري راتلل تر څو حج ادا کړي او په کعبه باندې طواف وکړي، ابرهه وپوښتل چې دا دومره خلک ولې هر کال د حجاز په لور روان وي، ورته وویل شول چي دوی هلته د الله د بیتي طواف کوې، قربانې کوې، او نور مراسم په ځای کوي.
هغه وپوښتل: 
"بیت الله له چیشي نه جوړه ده؟"
ورته وویل شول:
"له تیږو نه جوړه ده."
"پوښ یې د څه شي دي؟"
« دا زموږ په یمن کې کوم وخت جوړیږي او لیکې پکې تیروي له همدغه ټوکره یې پوښ تیاریږي».
مسیحي ابرهه دا ټولې خبرې واوریدې او وې ویل:
« په مسیح مې دې سوګند وې چې زه به تاسې ته تر دې ډیره ښه کوټه جوړه کړم».
پدې ډول ابرهه د سرو، سپینو، زیړو او نورو تیږو نه یوه کوټه ورغوله، او په سپینو او سرو زرو یې جړاو کړه په کوټه کی یې ډیرې دروازې جوړې کړې د سرو زرو پترې یې پکې ولګول او دهغوی په مینځ کې یې لعل او جواهر ولګول او یو لوی یاقوت یې پکې نصب کړ، پردې یې پکې ولګولې او د خوشبو یې لپاره یې پکې پوره انتظام وکړ. 
د کوټې په دیوالونو یې دومره مشک لګیدل چې د دیوالونو رنګ به یې تور او لعل جواهر به نه پکې معلومیدل.
او بیا يې خلکو ته اعلان وکړ:
« اوس څوک هم ندې اړ چې مکې ته د بیت الله د حج لپاره ولاړ شې، بلکه ما همدلته ورته بیت الله جوړه کړه اوتاسې په همدې کوټه باندي طواف کوئ».
په دې ترتیب د ابرهه بیت الله د خلکو قبله شوه او ډیر کلونه به د عربو ډیرو قبیلو همدلته طوافونه کول او دلته یې اعتکاف کاوو او دحج مناسک به یې هم همدلته ادا کول.
یوه عرب نفیل خشمي دا څه ونه زغملای شول او یوه شپه یې د ابرهه ودانه کوټه له کثافاتو ډکه کړه، ابرهه چې خبر شو سخت په غوسه شو او ويې ویل:
«دا کار کوم عرب د خپلې کعبې د کسات په جذبه کړی دی، زه به هرومرو د عربانو کعبه نړوم او هره تیږه به یې ماتوم».
ابرهه دا ټول تفصیلات د حبشې باچا ته ولیکل او له هغه نه یې وغوښتل چې خپل نامتو فیل هم د کعبې د نړولو د عملیاتو لپاره ورولیږي.
د حبشې د باچا فیل محمود نومیده، محمود دومره لوی او قوي الجثه وو چې په نړئ کې یې ساری نه لیدل کیده.
کله چې محمود ابرهه ته ور ورسید نو یې لښکر تیار او د فیلانو په یوه ټولئ کې د مکې په لور روان شو ترڅو بیت الله ونړوي.
کله چې د ابرهه لښکري د مکې شاوخوا ته ورسیدلي ابرهه خپلو لښکروته امر وکړ چې د خلګو مالونه لوټ کړې، په لوټ شویو مالونو کې د عبدالمطلب اوښان هم وو.
نفیل د ابرهه په لښکر کې ورسره مل وو، نفیل د عبدالمطلب ملګری وو.
عبدالمطلب نفیل ته د خپلو اوښانو په اړه خبره وکړه، نفیل د ابرهه سره خبره وکړه:
« د قریشو سردار عبدالمطلب درسره لیدل غواړي، هغه د ټولو عربو سردار او د عزت خاوند دی، هغه په خلکو باندې ډیر اغیز لري، هغه خلکو ته ښه ښه اسان ورکوي هغوی ته سوغاتونه ورکوي او خلکو ته ډوډۍ ورکوي».
نفیل په پورته ټکو عبدالمطلب ابرهه ته ور وپیژاند او ابرهه عبدالمطلب خپل دربار ته وروغوښت او پوښتنه یې ځيني وکړه:
غواړه! څه غواړې.
هغه ورته وویل: 
"خپل اوښان غواړم."
ابرهه چې عبدالمطلب دا بسیطه غوښتنه واوریده نو ډیر حیران شو او ورته یې وویل:
«ما ته خو ویل شوي وو چې ته د ټولو عربانو مشر او د عزت او عظمت مالک یې، ښای ماته سم نه وو ویل شوي، ځکه ما ګومان کاوو چې ته به ماته د بیت الله سفارش وکړې او د هغې د ژغورنې هیله به وکړې، هغه چې ستاسي ټولو عزت او عظمت ورپوري تړلی دی، لکن تا خو یواځې د خپلو اوښانو غم وکړ او بیت الله دي له سره یاده نکړه».
عبدالمطلب د ابرهه په ځواب کې وویل:
"ته ماته خپل اوښان وسپاره له بیت الله سره چې دې څه زړه وي هغه وکړه، ځکه بیت الله د خپل رب او پالونکی لرې هغه به یې په خپله وژغوري."
ابرهه د عبدالمطلب خبر واوریده او امر یې وکړ:
اوښان یې ورکړئ
عبدالمطلب خپل اوښان را روان کړل، د هغو خپړو یې پوستکې ورپوښ کړل او په اوښانو یې د صدقې نښې وکړې او هغه يې په حرم کې د قربانې لپاره وقف کړل.
بیا عبدالمطلب او ملګرې یې دحرا غره ته وختل او الله تعالی ته یې عرض وکړ:
« ربه! انسانان د خپلو شیانو ساتنه کوي، ته د خپل کور ساتنه په خپله وکړه».
له بل لوري ابرهه د خپل لښکر سره او د مستو فیلانو په بدرګه کې د بیت الله په لور مارش پیل کړ په داسې حال کې چې هغه د خپل لښکر په مینځ کې په فیل سپور وو.
نابیره د ابرهه فیل ګونډه شو او په زمکه پریوت. ملګرو یې د جګولو ډیرې هڅې وکړې، په سرسر یې وواهه، په سترګو یې چیکې( چېکه هغه لرګي چي حیوانات ورباندي اداره کوي) ورچخ کړي اما فیل له خپل ځایه ونه لټیدو، لږ وروسته یې د فیل مخ د یمن په لور کړ نو سمدلاسه فیل جګ او په هغه لور یې سفر پیل کړ، دوی يې بیا مخ د کعبې لوري ته کړ فیل بیا له وړاندي تګ نه انکار وکړ. دوی څو څو ځله دا تجربه وکړه هر ځل به فیل د یمن په لور روان شو خو د مکې په لور به یې له تللو نه منعه وکړه بالاخر ابرهه امر ورکړ چې فیل ته ښه ډیر شراب وروڅښئ تر څو مست او زموږ له خوښي سره سم د مکې په لوري روان شي خو دا تجربه هم ناکامه شوه او فیل له وړاندي تګ نه سکوټ انکار وکړ.

خپل نظر ولیکئ

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

Free WordPress Themes - Download High-quality Templates